د انسان د شیدو د
ذخیره کولو لارښوونې

د انسان د شیدو د ذخیره کولو لارښوونې

دا لارښودونه د سالمو، بشپړې دورې ماشومانو لپاره دي او ښايي د هغو ماشومانو لپاره توپير ولري چې ناروغ یا له وخته وړاندې زیږېدلي دي. د خپلې روغتیايي پاملرنې له وړاندې کوونکي سره یې وګورئ.1

تازه شیدې
تر 4 ساعتونو پورې

ګرمې شوې شیدې: 1-2 ساعته

‫د کاونټر سر یا میز:
77°F / 25°C یا تر دې سوړ

تازه شیدې
تر 4 ورځو پورې

ګرمې شوې شیدې: تر 24 ساعتونو پورې

‫یخچال:
40°F / 4°C یا تر دې سوړ

تازه شیدې
په 6 میاشتو کې ډیر غوره دي

(تر 12 میاشتو د منلو وړ دي)

ګرمې شوې شیدې هیڅکله بیا مه یخ کوئ

‫فریزر (له جلا دروازې سره):
0°F / -18°C یا تر دې سوړ

لارښوونې یوازې د کور د کارونې لپاره دي او په روغتون کې نه کارېږي1

د انسان د شیدو راټولول

‫د شیدو له پمپ یا را ایستلو وړاندې، خپل لاسونه په صابون او اوبو ښه ومینځئ.

‫د پمپ ټولې برخې او نلونه وګورئ او ځان ډاډمن کړئ چې پاک دي. شنه خا شوي نلونه په سمدستي توګه پاک کړئ.

‫کاونټر یا د میز سر او د تڼیو یا صفحو په ګډون د پمپ بیرونۍ خوا پاکه کړئ.

‫ځینې والدین غوره بولي چې مستقیماً په هغه بوتل یا قوطي کې شیدې پمپ کړي چې پکې ذخیره کوي یې.

د انسان د شیدو ذخیره کول

‫د ماشوم د پاملرنې خدمتونو له وړاندې کوونکي سره مو د انسان د شیدو د ذخیرې په اړه خبرې وکړئ.

‫له شیدو ورکولو پاتې شوې شیدې مو دوه (2) ساعته وروسته له هغې وکاروئ چې ماشوم ته مو شیدې ورکول خلاص کړل.

‫کیدای شي د انسان شیدې د انسانانو د شیدو د ذخیره کولو په کڅوړو، شیشه يي لوښو، کلکو پلاستیکي لوښو، له BPA پرته قوطيو چې د بسته کېدو لپاره محکم سرپوښونه لري، ذخیره شي.

‫له یو ځل کارېدونکو بوتلونو یا نورو پلاستیکي کڅوړو څخه د شیدو ذخیره کولو لپاره کار مه اخلئ. که د شیدو ذخیره کولو کڅوړو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ په خپله سیمه کې د WIC کلینیک سره اړیکه ونیسئ.

‫په قوطي باندې د لیبل په واسطه هغه نېټه ولګوئ چې شیدې را ایستل شوې وې. که تاسو دا شیدې د ماشوم پاملرنې وړاندې کوونکي ته ورکوئ، د ماشوم نوم مو هم ور زیات کړئ.

‫را ایستل شوې شیدې د فریزر یا یخچال په دروازه کې نه، بلکې په شا کې ذخیره کړئ. د دروازې تودوخه د خلاصولو او تړلو په سبب توپير کوي.

‫د لنډې مودې لپاره سفر کولو پر مهال، لکه کار یا ښونځي ته د تګ راتګ پر مهال کولی شئ پمپ شوې/را ایستل شوې شیدې په یوه یخه شوې کڅوړه کې د یخ له ټوټوسره تر 24 ساعتونو کېږدئ.

د انسان د شیدو یخ کول

‫که تاسو پلان نه لرئ چې تازه پمپ شوې یا یخ شوې شيدې په څلورو (4) ورځو کې وکاروئ، سملاسي یې یخې کړئ.

‫د یخ یا فریز کولو پر وخت، د قوطي په سر کې یو انچ ځای پرېږدئ. د انسان شیدې چې یخې شي، انبساط کوي.

‫شیدې په 2- تر 4-اونس اندازه کې ذخیره کړئ چې د ضایع کېدو مخه یې ونیسئ.

‫د ذخیرې کڅوړې هوارې یخ کړئ چې لږ ځای ونیسي.

‫که بریښنا لاړه شي، یخ شوي شیدې لا هم د کارولو لپاره ښې دي که چېرې د یخ ټوټې پکې لیدل کېږي.

د انسان د شیدو ویلې کول او ګرمول

‫لومړی تر ټولو وختي ذخیره شوې شیدې وکاروئ. د FIFO تمرین وکړئ (یعنې لومړی ایښودل شوې شیدې لومړی را واخلئ)

‫په داسې حال کې چې ځینې ماشومان ښايي تودې شیدې خوښې کړي، د انسان شیدې حتمي نه ده چې باید ګرمې شي. دا کېدای شي د خونې په تودوخه یا یخ کې وڅښل شي.

‫شیدې په بېلابېلو لاروګرم کیدای شي:

‫1: د شپې لخوا په یخچال کې

‫2: تر تودو روانو اوبو لاندې

‫3: د تودو اوبو په یوه بوتل یا قوطي کې

‫په ګرمو اوبو ویلې شوې شېدې باید تر ګرمېدو یا یخچال کې تر ایښودو وروسته په یوه (1) ساعت کې وکارول شي.

‫په یخچال کې ویلې شوې اوبه باید تر ویلې کېدو وروسته په یوه (1) ورځ یا (24 ساعتونو) کې وکارول شي.

که تاسو پریکړه وکړئ چې د انسان شیدو تودوخه کړئ، بوتل یا کڅوړه مهر کړئ. مهربند شوی بوتل یا کین د ګرمو اوبو په کڅوړه کې ځای په ځای کړئ یا یې د ګرمو ، غیر تودو اوبو لاندې پریږدئ. دا په مستقیم ډول په بخارۍ یا مایکروویو کې مه ګرموئ. د لاس بند یوې برخې ته په لمس کولو سره د شیدو تودوخې چیک کړئ.
دا باید په کافي اندازه ګرم وي.

‫شیدې په ارامۍ تاو کړئ (ښوروئ یې مه) چې ګډې شي، ځکه چې د انسان شیدې معمولاً جلا کېږي.

‫د انسان شیدې په مایکروویو کې مه ږدئ. مایکروویو مغذي مواد تجزیه کوي او ګرمې نقطې رامنځته کوي چې د ماشوم خوله مو سوځولی شي.

‫اقتباس شوی له:

‫سرچینې: